09/17/2026
د اسلامي امارت رهبر، شیخ هبتالله اخندزاده د کابل پوهنتون د نویو محصلانو د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې غونډې ته په خپل استولي پیغام کې ویلي چې محصلان د هېواد پانګه ده او باید په خپلو مسلکونو کې تخصص او مهارت ترلاسه او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
ورته مهال، د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په دې غونډه کې له محصلانو غوښتي چې پر زدهکړو تمرکز وکړي، له وخت او ځوانۍ سمه ګټه واخلي او له سیاسي فعالیتونو او ډلو ټپلو ځانونه وساتي.
د یادونې وړ ده چې سږ کال شاوخوا ۳۷۰۰ نویو محصلانو د کابل پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته لار موندلې ده.
Zhman Madia