09/04/2026
ویې ویل ولې داسې ناګاهانۀ خپه شوې؟
ورتــۀ مې وویل د ژوند هغه ګوزارونۀ رایاد شول چې زه یې زرې زرې کړم لــۀ ژونده یې وویستم او پۀ مړو یې حساب کړم.
ویل یې کولی شې چې لږ وضاحت ورکړې؟
ما ویل که چیرته وضاخت ورکړم باوري اوسۀ چې تۀ به ختمن خپه شې خو پریږده یې یاره؛ زما لاس یې ونیوه راغبرګه یې کړه چې سترګې دې لۀ درده ډکې دي روح دې پۀ وجود کې نا ارام دی ووایۀ چې دا دردونۀ سره وویشو یو څه ما تۀ راکړه یو څه به تا سره پاتې شي دواړه به یې یو ځای تیروو نو خدای شته ما تۀ هغه د پشتو متل رایاد شوو : یار د یار لپاره خوري غوینې غوښې خو چې یار وي
ورته ومې ویل یاره ما زیات اوریدلي وو چې پۀ نشه باندې انسان عادت کیږي خو دا مې هیڅ وخت نۀ وو اوریدلي چې انسان باندې هم انسان عادت کیږي زه لۀ انسان سره عادت شوم زړه مې ورکړه، د بدن وینه مې ورکړه وخت مې ورکړه خو نتیجه یې یوازې درد بیا درد او هر وخت درد وه.
یوه لحظه چوپ وو فضا ارامه وه لاسونو یې رپیدا شروع کړه ما ته وایې چې یاره ستا رقم قوي انسان هم پۀ انسان عادت کیږي ویل یې چې زه خو یې له ژونده وویستم زړه مې له اوره ډک دی خو دا لمبې نه څوک احساسوي او نه یې درمان پیدا کیږي هغه چې یې درمان وو هغه اوس د بل چا درملنه کوي.... چوپ شوو سترګې یې له اوښکو ډکې شوې وایي یاره! دا دردونه سخت دي نیمولی یې نشم ځکه ما به مړ کړي ... سوړ اسویلی مې له خولې ووته بس دا ټپه مې وکړه نوره
ما ویل زه به یار تۀ ژاړم
یاره مې له کوره سترګې سرې راوړي دینه
دواړو پۀ وچو شونډو خدای پاماني وکړه د یار سترګې مې هم له اوښکو ډکې او زه هم غریو نیولی وم..
FloWrestling foll@follwing@