03/20/2026
ګرانو دوستانو، خپلوانو، ملګرو او همزولو!
د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. هیله ده چې دا مبارک اختر مو په ایمان، روغتیا او خوښیو سره پیل شوی وي.
خو له بده مرغه، زموږ ګران وطن افغانستان یو ځل بیا د درد او غم شاهد و. د وروستیو بمباریو په پېښه کې هغه بېګناه هېوادوال چې شهیدان شوي، الله تعالی دې هغوی ته جنت الفردوس نصیب کړي او کورنیو ته دې صبر جمیل ورکړي. زخمیانو ته دې عاجله شفا ورکړي.
په داسې حال کې چې زموږ زړونه د غم څخه ډک دي، بیا هم اختر د یووالي، خواخوږۍ او ورورولۍ پیغام راوړي. راځئ چې یو بل ته د مینې لاسونه ورکړو، د یو بل دردونه درک کړو او د سولې او سوکالۍ لپاره دعا وکړو.
یو ځل بیا تاسو ټولو ته اختر مبارک وایم، الله دې وکړي چې دا اختر زموږ د وطن لپاره د امن، ثبات او خوشحالۍ پیل وګرځي.
اختر مو مبارک، خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!