09/04/2024
ناول
شين سترګي انجلۍ
نهمه برخه⑨
د تیري برخی ورستي لفظونه
پوښتنه مې وکړه وهابه ماما چیرته دي
وهاب وویل بازار ته تللي دي لږ وروسته به راشي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مونږ په هم دې خبرو بخت وو
چې ماما مې د کور په دراوزه راننوته
ماما مې چې زه ولیدم
ډیر په مینه او محبت یې راسره ستړي مشي وکړل
ما تري پوښتنه وکړه ماماجانه چیري تللي وي
ماما مې راته وویل احمد ستا د سرو زرو لپاره بازار ته تللي وم
او زرګر ته مې د شپږ تولو سرو زرو فرمایش ورکړ
زه ډیر خوشحاله شوم
وخت د مازدیګر څلور بجې وي
د ماما زامنو سره په چکر د کور نه راوتم
او بازار ته لاړو
په بازار کې یې راباندې رقم رقم خوراکونه وخوړل
د پانچاب انجونو ډیري توري وي
ما ډیري انجوني لیدلي وي
خو دوې رقم توري او بدرنګې نه وي
په بازار کې ډیر زیات وګرځیدو
زه ډیر ستړې وم
وهاب ته مې وویل راځه چې کور ته لاړ شو
وهاب زما خبر ومنله او کور ته راوان شوو
په لار روان و چې
ډیر ښکلي باران شورو شوه
د پاکستان حکومت ډیري ښایسته منظري جوړي کړي وي
چار چاپیره دونو او جاګو منظرو په منځ کې راوان و د باران وریدل هم یو جلا خوند درلوده
دڅه مزل وروسته کور ته وارسیدو
د ماښام اذان وشوه لمونځ مې ادا کړ
د لمانځه وروسته مې د ماما ښځۍ ډوډۍ تیاره کړه
درسترخان یې خپور کړ
د خد نه، زیات مصرف یې راته کړي و
ډوډۍ مې ډیره په شوق وخوړه
درسترخان نه پاڅیدم
د ډوډۍ خوړو وروسته مې ماما څنګ کې کیناستم
او راته یې وویل احمد د وطن کیسي راته وکړه
ما ورته خپله د کوژدي کیسه وکړه
ماما مې وویل اخ چې زه هم ستا په کوژده کې وي
خو ځه إن شاء الله واده کې دې یم لخیره
زما ډیره تادې وه چي اوس سره زر جوړ شي لخیره او کورته لاړ شم
د ماما زامنو مې د میلمنو لپاره ځنګړي ځاي جوړ کړي وه
زه یې هغې کوټي ته بو تلم
وهاب چې زما همزولي وه د به هر رقم خبر ما سره کوله د نور کوچنیان وه
وهاب راته په نرمو شونډو وویل
احمد زه غواړم چې ستا واده ته درشم
خیر زما پلار ته وایې چې وهاب دې هم له ما سره لاړشي
ما ورته وویل سمداه إن شاء الله ته به هم له ما سره یو ځاي لاړ شي
وهاب ډیر خوشحاله شو
زه ډیر ستړي شوي وم سترګې مې پټي پټي کیدي
د وهاب راباندي پام شوه وهاب راته
وویل احمد خوب درځي
ما ورته وویل هو
وهاب په خپل لاس کټ راته
جوړ کړ او راته یې وویل احمد دې کټ کې ویده شه