01/04/2024
د (۵۳۶) ميلادي کال څخه تر (۵۴۷) پوري پر نړي کوچنی قيامت او په اخیر کي ځانګړې معجزه!
د (chat GPT) ، فلکياتو څيړونکو ، محققينو او مورخينو لخوا تائيد او تصديق شوي تاريخي انځور!
ساينس پوهان حيران دي چې (۵۳۶) ميلادي څخه تر (۵۴۷) پورې دغه نړي څرنګه بيا هم پاتې شوه؟
په انساني تاريخ کي له دي څڅه بده زمانه او بد حالت هيڅکله ندي راغلي ، هغه يو کوچنی قيامت وو, د انسانانو بچ پاتي کيدل يوه معجزه وه او دا ثابتوي چي د کائناتو نظام يو غيبي قدرت چلوي او مونږ هم هغه قدرت د هر بحران او قيامت څخه سالم ايستلاي شي.
دا الفاظ د ډاکټر مائيکل ميکارمک (Michael McCormick) دي.
ډاکټر ميکارمک د نړي په دريم لوی پوهنتون هارورډ کي د تاريخ پروفيسر دي. هغه په هارورډ کي د ايني شيئوفار دي سائنس آف هيومين پاسټ ځانګړي ډپارټمنټ تاسيس او خپله يي مشري کوي. دغه ډپارټمنټ ته په عامه عرف کي (SoHP) ويل کيږی. د پوهنتون په دغه شعبه کي سائنس او آرټس (اجتماعي علوم) دواړه يو ځای کړي ځکه چې په دغه برخه کي جينيئکس ، آرکيالوژي، هواشناسی ، ماحوليات ، کمپوټر سائنس، انفارميشن ټيکنالوژۍ ، اجتماعيات او انساني روش لوی دماغونه، محققين او پروفيسران په ګډه د انساني تهذيب په اړه تحقیقات کړي او لا يي هم کوي.
دا ټول تحقيقات په يوه نقطه څرخيږي او روان دي چې د انسان ماضي څه شي دي؟
د تحقيقاتو په دوران کی چې کله ماهرين، محققين او پروفيسران (۵۳۶) ميلادي کال ته ورسيدل هک حیران شول او د دغه سختي پوښتنې لټون يي پيل کړ چې ولي دغه کال د انساني تاريخ تر ټولو وحشتناک کال وو؟ ولي په دغه کال کي په کائيناتو کي عجيب تغير او ځانګړي واقعه راغله؟
خلګ چې سهار د خوبه راکښینستل لمر غايب وو! په اروپا ، منځني ختیځ او د آسيا په اکثرو برخو توري وريځي هواري وي! نړي توره تياره وه! خلګ له وارخطايي د کورنو چتونو او هوارو ځايونو ته ووتل او د اسمان طرف ته يي کتل لاکن په سرونو يي نه آسمان ښکاريده او نه بل څه! هر طرف ته تياري پرتي وي او هيڅ نه ښکاريده!
په عامو شپو کي خلګ د سپوږمي او ستورو د رڼا څخه په استفادې ګرځي او راګرځي لاکن په دغه شپه نه سپوږمۍ وه او نه ستوري! خلګو څراغونه بل کړل لاکن څراغونه هم د تيلو په ختمېدو سره خاموش شول يو وار بيا خلګو په تيارو کي یخ نیولي وه، خلګو دا فکر کاوه چې دا عذاب به ورځ يا دوه ورځي دوام وکړي لاکن د خلګو اټکل ناسم وو ورځ تر بلې تياره لا زياتیدل. څلور پنځه ورځي وروسته د هوا درجه هم په غورځيدو شوه او په ټوله اروپا او نيمايي آسيا کی د هوا يخیدنه شروع شوه په څو ورځو کي درجه د حرارت دومره کښته لاړه چې هر څه یخی شول ، د اور بلولو لپاره د لرګيو طلب زيات شو چې ورځ تر بلې لرګي کميدل ، خلګ د خپلو کورونو پوري محدود شول او کاروبار بندیدل پیل شول.
دغه سلسله ورځ تربلې سختيده او هم اوږديده ، ورځې په مياشتو او مياشتې په کلونو بدليدل لاکن لمر بيا راونخوت!
د يخي هوا درجه نوره هم کښته او د زرګونو کلونو ريکارډ يي مات کړ ، باغونه ، فصلونه او شنه بوټي په وچيدو شو او سيندونه او ويالې واوري وګرځيدي ، د خلګو راشنونه او غله په ختمېدو شوه! ځناور او مواشي د لوږي او يخ څخه مړينه شروع شوه، د ورځي او شپي توپير ختم شو ، په انسانانو کي مرضونه او لوږه خپره شوه د طاعون او وبا په رقم خلګ په ډليز ډول مړه کيدل ، خلګو د لوږي څخه د خپلو مړو او مردار شوو ځناورو خوراک شروع کړ،
اور او انګار پيدا کيدل هم مشکل شو خلګو يو بل ته د اور او انګار قرض شروع کړل ، د کورنو د چتونو ، د کلکینانو د لرګیو او بسترو سوزیدنه شروع شوه!
په تاريخ کي دغه دوري ته,, ډارک ايج,, ( تيارو دوره) ويل کيږی ، اتلس مياشتې دغه لړي په پوره شدت سره روانه وه د هغه وروسته درجه د حرارت ورځ تر بلې اضافه کيده په خلګو کي اميد پيدا شو چې شايد لمر بيرته راوګرځي. د خلګو اميد په حقيقت بدلون شروع شو ورځ تر بلې حالات ښه کيدل لاکن سره د ټولو بيا هم د لمر په پوره طاقت او توانايی سره په راتلو کي يوولس کاله تير شول په (۵۴۷) ميلادي کال کي د مشرق او مغرب توپير واضح شو او د کال موسمونه معلوميدل په ابتدايي ډول شروع شول لاکن لومړني اتلس مياشتو او بيا نهو کالو د زرګونو کلونو نقصان څخه زيات نقصان نړي ته ورکړ.
ځمکې خپله توانايی د لاسه ورکړي وه. د زراعت په شمول ټول پيداوار له منځه تللي وو. د اروپا په شمول اکثريت ځمکي خپل د غنمو او نورو حبوباتو تخم د لاسه ورکړي وه.ځنګلونه هم له منځه تللي وه ، سبزيجات او ځناور داسې ورک شوي وه چې تا به فکر کاوه چې دا هرڅه بلي سياري ته کډه شوي. خلګو حتا د سپیانو او پيشیانو آوازونه هم هير کړل ، خزنده او د أوبو مخلوق هم ورک وه ، د ځمکو چيني، کوهيان او کاريزونه هم وچ ول، انسانانو به د يخ او واوري د اوبو څخه ګټه اخيسته ، په دغه اتلس مياشتو او وروسته کلونو کي څومره انسانان مړه شول د هيڅ چا سره يي حساب نشته ، انسانانو فکر کاوه چې نوره به پخواني نړي تکرار نشي ، نه به د ځناورو ځغاستي وي ، نه به شنه ښکلي چمنونه او نه به د انسانانو خندا ، نه به د بازارونو رونقونه او نه د مختلفو خوراکونو خوشبويي!
خفګان ، پريشاني مايوسي او د ويري فضا تر (۵۷۰) ميلادي کال دوام درلود او دغه تراديژي اثرات لا هم روان وو، د (۵۳۶) څخه تر (۵۷۰) پوري پوره (۳۴) کاله خلګو د اميد او وهم په کيفيت کي ژوند کاوه ، لمر هم پوره شو ، سپوږمۍ هم راښکاره شوه،ستوري هم وځليدل لاکن د ويري ، خفګان او ذلت فضا خپره وه، خلګو به يو بل ته کتل لاکن د يو ناشناه مخلوق په ډول به يي تعامل کاوه ، خلګو به ټوله ورځ یوازي کښيناستو ته ترجیح ورکوله ،
اوس مهال هم په انسانانو کي (۸۲) فيصده خلګ ډير ځلې يواځې ناسته خوښوي ، محققين وايي چې دا پر انسانانو د ډارک ايچ له (۷) اثرونو يو دي ، چې خلګو اتلس مياشتې يواځې ناسته وکړه چې دغه عادت زمونږ جينز په حافظه ځاي پرځاي او اثر ګزاره شوه چې اوس هم اکثريت خلګ د ناستي لپاره يواځې ځای پیداکوي ، ډپريشن هم د دغه زمانې پيداوار دي ، په انسانانو کي له دي څخه پخوا يواځې اينګزائټي وه چې دغه اينګزائټي په اتلس مياشتو کي په ډپريشن بدله شوه او انسانان تر اوسه له ډپريشن څخه زوريږي چې اوس هم د ډپريشن يو بهترين علاج مزل دي ځکه چې دغه مرض په انسانانو کي (۵۳۶) ډارک ايچ له اوږدو ناستو له امله پيدا شو. لهذا اوس هم که مونږه پيدل مزل زيات کړو په ډپريشن کي کمي راځي ،
ساينس دانانو په خپل وار د دغه لوی ناورين په اړه علمي تحقيقات وکړل او د نړي د هغو برخو څخه چي د زياتي يخني له امله هيڅ ډول واوره پکښي نه ويلي کيږي او هر کال په ترتيب سره واوره يو د بل پر سر جمع کيږي تحقيقات پيل کړل ، هغو د (۵۳۶) ميلادي کال طبقي ته ځان ورساوه د واوري د نمونې اخيستني سره يي علمي څېړنې وکړي، ساينس دانانو په واوري کي د آتشفشان د شيشو کوچني زرات پیدا کړل چې په هغه کال د تاريخ تر ټولو سخت آتشفشان د شمالي امريکا له غرونو شروع شوي وه د الله تعالی په قدرت سره د آتشفشان دود په فضا د يخو وريزو سره دريم حالت تشکيل کړ او ټوله اروپا د منځنۍ ختيځ په شمول زياته اسيا سخته متاثره کړه!
ډاکټر ميکارمک او (SoHp) محقق وايي د ډارک ايچ ( تيارو دوره) ژور او ښکاره اثرات تر (۳۴) کالو نړي او انسانان سخت اغيزمن کړي وه او دوام یی پیدا کړ چې د نوموړو محققينو له خوا يي (۵۷۰) کال د پای کال ښودل شوي.
ډاکټر ميکارمک او ټيم يي زياتوي نه پوهېږي چې ولي په دغه کال په انسانانو او نړي کي نوي نشاط پيل شو او د ډارګ ايچ اثرات لکه هوايي دود له نړي والوته ؟
پدي اړه مسلمان سکالر مولانا بشير قادري او مولانا طارق جمیل خپله څيړنه په لاندې ډول بيانوي او وايي: دغه کال (۵۷۰) د اپريل مياشتي په درويشتمه نيټه چې د ډارګ ايچ ( تيارو دوره) د پای سره برابره ده د اخیري پيغمبر جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيدايښت کال دي او هغه مبارک دغه نړي ته تشريف راوړ ، الله تعالی د خپل نبي د پيدايښت څخه مخکي ټولي نړي ته د هغوی حيثيت ورښکاره کړ او په دغه کال د خوشحالۍ سهار يو ځل بيا شروع شو چې د رسول اکرم د ژوند د شروع څخه په نړي کي د بيرته سمون دوره شروع شوه
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ
Mohammad Wali Ashna