Sargand Poulty Service

Sargand Poulty Service کوم نشرات چې ددې صفحې څخه خپریږي، څرګند پولټري خدماتو اړوند تجارتي اړخ لرې ،کوم دولتي، شخصي نهاد پورى تړاو نه لري.

Any broadcasts from page , it's belongs to Sargand Poulty Service.purpose of Broadcasting commercial related to express SPS.

په لېر چرګانو کې د غوږ پوڅکۍ (ear lobe) د هګۍ له رنګ سره تړاو لري . سره ear lobe → عموماً نصواري هګۍ سپین ear lobe → عمو...
02/04/2026

په لېر چرګانو کې د غوږ پوڅکۍ (ear lobe) د هګۍ له رنګ سره تړاو لري .

سره ear lobe → عموماً نصواري هګۍ
سپین ear lobe → عموماً سپینې هګۍ

دا یو جنیټیکي ارتباط دی، خو ۱۰۰٪ دقیق نه دی او ځینې استثناوې هم لري.

  study it.
09/02/2026

study it.

د یو-ورځني چرګوړو  (Day-Old Chick, DOC) کیفیتد پولټري او په خاص ډول غوښين چرګوړو لپاره تر ټولو زياته مهمه موضوع ده نو لا...
21/01/2026

د یو-ورځني چرګوړو (Day-Old Chick, DOC) کیفیت
د پولټري او په خاص ډول غوښين چرګوړو لپاره تر ټولو زياته مهمه موضوع ده نو لازمه ده چی د یو-ورځني چرګوړی په ښه کيفيت لرونکو اوصافو باندي سره پوه شوو.
د هچري (Hatchery)په کچه د یو-ورځني چرګوړو (DOC) کیفیت په مستقیم ډول د برویلر د تولیدي فعالیت (Broiler Performance)، د فارم د یوشانوالی (Flock Uniformity)، د ناروغیو پر وړاندې مقاومت (Disease Resistance) او عمومي اقتصادي ګټه (Overall Profitability) ټاکي.
عبارت دي له : د یو-ورځني چرګوړو د کیفیت اساسي شاخصونه
1️⃣ فزیکي بڼه (Physical Appearance)
پاکې، وچي او نرمي بڼکې (Clean, dry and fluffy feathers).
روښانه او ژر کتونکي سترګې (Bright, alert eyes)
ښه صحت مند او بند نوم درلودل. (Well-healed, closed navel)
(بې له پړسوب او افرازاتو – No swelling or discharge)
سیده پښې او ګوتې، فعاله حرکت (Straight legs and toes; active movement)
2️⃣ د بدن وزن او یوشانوالی (Body Weight & Uniformity)
د چرګوړي مناسب وزن د هګۍ د وزن په تناسب (Optimal chick weight relative to egg weight)
د ګروپ دننه په زياته اندازه یوشانوالی (High batch uniformity د ښه انکوبېشن کړنو یا د هجرې د کړنو اداره (Good Incubation Management) نښه ده
3️⃣ د ژیړو د کڅوړې جذب (Yolk Sac Absorption)
کوچنۍ او ښه جذب شوې ژیړه کڅوړه (Small, well-absorbed yolk sac)ولري.
د نس د پړسوب نشتون یا د ژیړو د کڅوړې التهاب نشتوالی
(No abdominal distension or yolk sac infection ژوندیتوب او چلند (Vitality & Behavior)
فعاله او ځواب ورکوونکي چرګان (Active, responsive chicks)
قوي پښې او ښه د ولاړېدو وړتیا (Strong legs and good standing ability)
عادي غږ کول (Normal vocalization)
5️⃣ مایکروبیولوژیک حالت (Microbiological Status)
په ناف او بڼکو کې د باکتریاوو کم موجدیت.
(Low bacterial contamination at navel and fluff)
د هچري لپاره د منظم حفظ الصحې او تعقیم (Strict hatchery hygiene and sanitation)
6️⃣ د هچري اړوند فکتورونه
(Hatchery Management Factors)
د انکوبېشن مناسبه تودوخه، رطوبت او هوا جریان
(Correct incubation temperature, humidity, and ventilation).
د هګیو سم انتقال، سمبالښت او ذخیره کول
(Proper egg handling and storage)
په مناسب وخت د چرګوړو ایستل له هچره
(Timely chick pulling)
د چرګوړو د ساتنې او ترانسپورت مناسب شرایط
(Adequate chick holding and transport conditions)
ولې د یو-ورځني چرګوړی (DOC) کیفیت مهم دی؟
(Why DOC Quality Matters)
اعلی کیفیت لرونکي چرګوړي لاندې ځانګړنې لري:
✔ د خوراک ژر او ښه اخیستل
(Better early feed intake)
ښه وده او د خوراک موثریت ښه والي.
(Improved growth and Feed Conversion Ratio – FCR)
✔ د لمړنیو ورځو د مړینې کموالی
(Reduced early mortality)
✔ قوي معافیتي سیستم او د واکسین ښه ځواب
:اساسي پیغام
ښه او اعلی د پولتری روزنه له ښه کیفیت لرونکو یو ورځنی چرګوړو څخه پیل کېږي.
د دوامدار پولټري تولید (Sustainable Poultry Production) لپاره د هچري د کیفیت جدي کنټرول (Strict Hatchery Quality Control) بنسټیز او نه جلا کېدونکی اصل دی.
Sameen Sargand

18/12/2025

White chalky diarrhea is clear indication of salmonella pullorum.

د وترنري علومو (Veterinary Science) او د حیواني علومو (Animal Science) ترمنځ توپیر1.وترنري علوم (Veterinary Science)وترن...
16/12/2025

د وترنري علومو (Veterinary Science) او د حیواني علومو (Animal Science) ترمنځ توپیر

1.وترنري علوم (Veterinary Science)
وترنري علوم د حیواناتو د طبي درملنې علم دی. دا رشته د ناروغیو د تشخیص (Diagnosis)، درملنه (Treatment) او مخنیوی (Prevention) سره سرو کار لري، لکه د انساني ډاکټر (Human Doctor) په څېر چې فارغ التحصیل یې د MD یا Medical Doctor ډیګري ورکول کيږې، خو د حیواناتو په طبابت کې
د دې مسلک فارغ التحصیل ته د Doctor of Veterinary Medicine (DVM) ډیګری ورکول کیږي.
وترنر (Veterinarian) ته د کلینیشن Clinician هم وايي، یعنې په مستقیم ډول ناروغه حيواناتو معاینه او درملنه ترسرهکوي.
د وترنري علوم تمرکز په لاندي برخو څرخيږي(Focus):
د حیواناتو روغتیا (Animal Health)
د حیواناتو هوساینه (Animal Welfare)
تشخیص (Diagnosis)
جراحي (Surgery)
درملنه / طب (Medicine)

د وترنری علومو موخه (Goal):
د ناروغه یا ټپي حیواناتو درملنه
د حیواناتو پورې اړوند عامه روغتیا (Public Health) ساتنه.

د وترنري علوم زده کړه (Education):
د وترنري طب ډاکټر (DVM – Doctor of Veterinary Medicine)

د وترنري علوم کاري ساحه (Career):
کلینیکي کارونه (Clinical Practice): د زینتی حیوانات (Pets)، مالداري (Livestock)، پولتری او وحشي حیوانات (Wildlife).
عامه روغتیا (Public Health)
څېړنه (Research)

2.حیواني علوم (Animal Science)
حیواني علوم د حیواناتو د فارم د مدیریت (Management)، تولیداتو (Production)، نسل اصلاح (Breeding)، جنیټیک (Genetics)، تغذیه (Nutrition) او سلوکی کړو وړو (Behavior) سره سروکار لري.
دا علم د غذا او فایبري موادو (Fiber) لپاره د حیواناتو پر اغېزمنتیا، هوساینې او پایدار تولید تمرکز کوي.
د حیواني علوموفارغالتحصیل(Animal Scientists) اکثره د فارم ، فیډ میل او هچري مدیران، تولیدوونکي یا څېړونکي وي. او فارغ التحصیل ته یی د څلورو کلونو لپاره د B.Sc Hons Animal Science ډیګری ورکول کیږي.

د حیوانی علومو تمرکز (Focus):

د حیواناتو څخه دتولید اخیستل(Animal Production)
نسل اصلاح (Breeding)
تغذیه (Nutrition)
جنیټیک (Genetics)
د حيواناتو سلوکی کړني(Behavior)
د حيواناتو د فارمونو مدیریتي سیستمونه (Management Systems).
د حیوانی علومو موخه (Goal):
د مالدارۍ او حیواني محصولاتو د کیفیت، اغېزمنتیا او پایدارۍ (Sustainability) ښه والی.

زده کړه (Education):

لیسانس (Bachelor’s)، ماسټري (Master’s) یا دوکتورا (PhD) په حیواني علومو کې.
د حیواني علومو کاري ساحې (Career):
د حیواناتو د فارم مدیریت (Farm Management)
د خوراکي توکو صنعت (Feed Industry)
د غذا اړوند علم(Food Science)
څېړنه (Research)
ترویجي / توسعي خدمات (Extension Services)
جنیټیک (Genetics)
د وترنري علوم او حیواني علومو ترمنځ اساسي توپیر (Key Distinction):
وترنران (Veterinarians) طبي مسلکي کسان دي چې انفرادي حیوانات یا رمی(Herds) د ناروغیو تشخیص ، درملنه او وقایه ترسره کوي.
دحیواني علومو مسلکیان(Animal Scientists) د حیواناتو له ټول نفوس او سیسټمونو سره کار کوي، تر څو د زراعت او بیولوژۍ د پراخو موخو لپاره د حیواناتو فعالیتونه او تولید اصلاح کړي.
Pre by : Sameen Sargand

دانتی بیوتیکو په وړاندي مقاومت له فارم څخه تر د خوراک ځای پوري.
17/07/2025

دانتی بیوتیکو په وړاندي مقاومت له فارم څخه تر د خوراک ځای پوري.

د فارم د بور خوړلو مسلٔه (Eating of litter):دا ستونزه په لويو چرګانو Chicken او چرګوړو (chicks) کې بعضى وخت لیدل کېږي.خو...
23/04/2025

د فارم د بور خوړلو مسلٔه (Eating of litter):
دا ستونزه په لويو چرګانو Chicken او چرګوړو (chicks) کې بعضى وخت لیدل کېږي.خو په لومړۍ اونيو کې په چرګوړو (chicks) کې ډير پېښېږي ځکه چې په لوړحرارت32 نه تر 34 (high temperatures) کې ساتل کيږې . د عمر له ۱۲ ورځو وروسته، که د فارم د ارې بور ډير ميده شوى اوسى (red sawdust) او یا هم په ﺯياته انداﺯه خور شوى وي، نو د بور خوړل یا ژول (chewing) واقع کيداى شى . دا مسئله هغه وخت هم پېښېدلی شي کله چې دانه د سټارټر فارمولا (starter formula) نه (grower formula) او هم Finesher فرمولو ته تبديله شي.
د بور د خوړلو عوامل (Causes of litter eating):
1. د فاسفورس (Phosphorus) او کلسیم (Calcium) کموالی یا د دوی ترمنځ عدم توازن.
2. د ځینو ضروري امینو اسیدونو ( Essential Amino acids) کمبود.
3. د اجنبى موادو (foreign matter) موجودیت په د فارم په بور کې، لکه پلاستیکي بوجۍ (bags)، د لرګیو غټې ټوټې، یا سره اره شوې لرګي (red sawdust) چرګوړي دې ته متوجه کيږې او سبب د بور د خوړلو کيږې.
4. که فيډ د چرګوړو لپاره ﺫايقه داره (unpalatable) نه وي، اويا دانه (feed pellet) د سايﺯ د نظره غټه وى او یا ېې رطوبت کم (وچه) وې.
5. که خوراک له دانه خورو څخه (feeders) نه ځمکې ته غورځېدلی وي.
6. د چرګوړو وږې ساتل، د دانې يو ناڅاپى بدلون، یا د فیډ ډول (type of feed) له حده زیات بدلون.
7. د کولمو پرازیتونو (intestinal parasites).
8. په اوړى کې، که ستاسو د چرګانو فارم open shed يعنى خلاص وي او چرګوړى زیات بور وژوى نو دا هم يوه ستونﺯه راپه ګوته کوى.
Sameen Sargand

دا چې واکسين دپولترى ناروغيو په مخنىوى کې اهم رول لرى ،چې تطبيق ېې د پولترى نسلي چرګانو ، القاح شوې هګې او په هيچرې کې ي...
26/03/2025

دا چې واکسين دپولترى ناروغيو په مخنىوى کې اهم رول لرى ،چې تطبيق ېې د پولترى نسلي چرګانو ، القاح شوې هګې او په هيچرې کې يو ورځنى چرګوړو ته په مختلفو طريقو تطبيق کيږې نو دا لېکنه يواﺯې د پولترى فارمونو کې د واکسینونو تطبقي طریقو باندې متمرکزه ده.
************************************************
1. د زرق (Injection) طریقه:
2.1.: ژوندی واکسین (Live Vaccine):
واکسین د معقم سرنج (Sterile Syringe) په مرسته د ۳ ملي لیتره محلول (Diluent) سره حل کیږي.
د زرق پر مهال باید د واکسین بوتل له وخته مخکې وښورول شي.
د زرق ځایونه (Injection Sites):
د غاړې لاندې د پوستکي لاندې زرق (Subcutaneous - S.C.)، چې د ژوندیو واکسینونو لپاره غوره ده.

د ورون عضله (Lateral Thigh Muscle) دننه د عضلاتي زرقه (Intramuscular - I.M.).

د سينې عضلاتي زرق (Pectoral Muscle).

احتیاطي تدابیر:
واکسین باید د اماده کولو نه وروسته د یوې ساعتې په دننه کې وکارول شي.
د زرق وروسته سرنجونه باید تعقيم (Sterilized) شي.
************************************************
2.2.:غیر فعال يا مړه واکسین (Inactivated or killed Vaccine):
واکسین حرارت درجه باید د تطبیق نه وړاندې د اطاق د حرارت درجې ته راوستل شي.
بوتل باید د استعمال وړاندې او د استعمال پر مهال ښه وښورول شي.

د زرق ځایونه Site of Injection :

د ورن (I.M.) داخل کې عضلاتي زرق.
د غاړې لاندې د پوستکي لاندې زرق (S.C.).
د سينې عضلاتي زرق (Pectoral Muscle).
د ذخیرې او ضایع کولو تدابیر:
پاتې واکسین باید د استعمال وروسته ضایع شي.
سرنجونه باید تعقيم شي او تش امپولونه وسوځول شي.
************************************************
2. د وزر د برخې (Wing Web) واکسین:
دا طریقه اکثره د الوتونکو چيچک (Smallpox) واکسین لپاره کارول کیږي.
یوازې روغ چرګان باید واکسین شي.
واکسین باید د یخچال د یخ سره وساتل شي.

کاریدونکي وسایل:
دوه شاخه لرونکی پنجه داره ستن (Two-Pronged Fork) چې د واکسین په محلول کې ډوبیږي.
ځانګړی سرنج (Special Syringe) چې د واکسین امپول په کې حل شوی وي.
فورک د وزر د دوو هډوکو ترمنځ د پوستکي پردې ته داخلېږي.
د واکسین وروسته د ۵-۷ ورځو په موده کې د تطبیق په ځای کې نسواري ټپ ښکاري، چې دا کړه د يو بریالي واکسین نښه را په ګوته کوى.
تش امپولونه باید وسوځول شي.
************************************************
3. د سترګو د څاڅکو (Eye Drop) واکسین:
واکسین د ژوندیو واکسینونو په شان اماده کیږي.
د ډراپر (Dropper) کارولو پر مهال باید لومړی هوا خارج شي، بیا تطبیق شي.
د واکسین کیفیت ساتلو لپاره، ډراپر ډیر وخت مه نیسئ.
************************************************
4. د څښاک اوبو (Drinking Water) واکسین:
د واکسین نه یوه ورځ وړاندې د اوبو ټانکونه او د اوبو د توزیع سیستم پاک کړئ.
چرګان باید په ژمي کې ۳-۴ ساعته او په اوړي کې ۲-۳ ساعته تږي وساتل شي.
د واکسین دوه ورځې مخکې او وروسته د اوبو پاکونکي مواد مه کاروئ.
د واکسین مساوي ویش ته د رسیدو لپاره، دا باید دوه ځله تطبیق شي.
د اوبو مقدار:
د چرګ عمر په ورځو + ۵ = د هر چرګ لپاره cc د ۴۹ ورځو څخه مخکې.
د ۴۹ ورځو څخه وروسته، ۶۰-۸۰ cc د هر چرګ لپاره، د هوا شرایطو مطابق نظر کې نيول کيږې.
احتیاطي تدابیر:
واکسین شوې اوبه باید د ۱.۵ ساعتو په دننه کې وڅښل شي.
تش امپولونه باید وسوځول شي.
************************************************
5. د سپری (Spray) واکسین
یوازې روغ چرګان باید واکسین شي.
د سپریر (Sprayer) باید مخکې پاک شي او نوزلونه بايد خلاص اوسى .
د اطاق رطوبت ۷۰٪ ته لوړ کړئ.
چرګان باید د ټاکلي ساحې دننه وساتل شي، څراغونه او د ایستلو فینونه بند کړئ.
واکسین باید په مقطره اوبو کې حل شي او د ۵۰ cm لوړوالي څخه سپری شي.
۱۵ دقیقې وروسته د فینونو او څراغونو فعالیت بیا پیل کړئ.
سپریر یوازې د اوبو سره پاک کړئ.
تش امپولونه باید وسوځول شي.
Dr Sameen Sargand

24/03/2025

Absolutely IBD or Gumboro

په غوښينو چرګوړو broilers  کې ډک یا پراخ شوی صفراوي  کڅوړه ىعنى تريخي يا Gallbladder چې صفرا پکې ﺯياته تجمع کړې وې ، دا ...
24/03/2025

په غوښينو چرګوړو broilers کې ډک یا پراخ شوی صفراوي کڅوړه ىعنى تريخي يا Gallbladder چې صفرا پکې ﺯياته تجمع کړې وې ، دا کړنه اکثراً د اسایټس سنډروم (Ascites Syndrome) سره تړاو لري ولى د لاندې يو شمير حالاتو له امله هم رامنځته کېدای شي:

1.د ځيګر او تريخى ترمنځ د قنات بند والى او التهاب (Obstructive Cholangiohepatitis)، کوم چې د (Clostridium perfringens) انفکشن له امله رامنځته کېږي.

2.دځیګر زیانمنېدل (Liver Damage)، چې له امله ېې د صفرا ﺯياته جوړيږى چې دا ددى سبب کىږې چې د تريخي د پراخېدو وګرځي.

3.د سږو ته د وينې ﺯيات تګ له امله پر سږو فشار(Primary Pulmonary Hypertension)، چې د په تريخى کې د صفرا Bile د راټولېدو سبب ګرځي.

4.همداراز، مایکوټوکسینونه (Mycotoxins)، (Inclusion Body Hepatitis - IBH)، او د انټي بیوټیکونو زیات استعمال هم د دې ستونزې سبب کېدای شي.

Dr Sameen Sargand

له دې هم خبر شى، د چرګانو د روزنې تر ټولو نوې او عصري طریقه دا ده چې القاح شوي هګۍ د بچى ويستنې يا هچنګ  له نیټې څخه دوه...
24/03/2025

له دې هم خبر شى، د چرګانو د روزنې تر ټولو نوې او عصري طریقه دا ده چې القاح شوي هګۍ د بچى ويستنې يا هچنګ له نیټې څخه دوه ورځې وړاندې د فارم دننه به بچى ويستنه يا Hatching کوى، دا په داسې حال کې ده چې د تودوخې او نسبي رطوبتRelative Humidety او نور اړوند ټول مناسب شرایط ورته په داخل د فارم Shed کې برابر شوي . د دې سیستم له ګټو څخه یوه دا ده چې چوﺯې ته ژر خوراکه ورکړل شى او په ضمن کې د ترانسپورت له امله رامنځته کېدونکی هر ډول فشار قرباني نشى.
Dr Sameen Sargand

د غوښينو چرګوړو په فارمينګ  کې د پروبیوټیکونوProbiotics  کارولو سره، تاسو کولی شئ د خپلو چرګوړو لپاره صحتمندې  کولمې ولر...
20/03/2025

د غوښينو چرګوړو په فارمينګ کې د پروبیوټیکونوProbiotics کارولو سره، تاسو کولی شئ د خپلو چرګوړو لپاره صحتمندې کولمې ولري.د پروبيوتيکو ښي منابع د مستو او خميره مايه څخه عبارت دى.
ګټې :
✔ سالمې کولمې ستاسو د چرګوړي روغ ساتي، ځکه چې ۷۰٪ معافیت د چرګوړى لپاره برابروي.
✔ ښه (FCR) ترلاسه کولاى شو ځکه د فارمر ګټه په ښه FCR نغښتې ده.
✔ ښه وزن اخیستل.
✔ دکلمو مشکلات Enteritis and Diarhhea نه وي.

Sameen Sargand

Address

Jalalabad

Telephone

+93774198789

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sargand Poulty Service posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Sargand Poulty Service:

Share

Category