خالص بابا علمي،ادبي،فرهنګي ټولنه

خالص بابا علمي،ادبي،فرهنګي ټولنه زموږ هيله به په ټولنه کی د مرحوم مولوی محمد يونس خالص بابا "رح" لارويانو او حصوصا ځوان نسل ته د بابا د افکارو او نظرياتو رسول وی.

د نيکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د مـولوي انوارالحق مـجاهد حفظه الله پيغام:بسم الله الرحمن الرحیم.الله أكبر كبيرا ...
27/05/2026

د نيکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د مـولوي انوارالحق مـجاهد حفظه الله پيغام:

بسم الله الرحمن الرحیم.

الله أكبر كبيرا و الحمدلله كثيرا و سبحان الله بكرةً و أصيلا ، اللهم صل علي محمدٍ و آله وسلم تسليما كثيرا.
و بعد !

محترمو دوستانو خصوصاً ګرانو مـجاهدینو او د شـهداؤو رحمهم الله کورنيو او ټولو درنو مسلمانانوته!

السلام علیکم ورحمت الله وبركاته.
ټولو قدرمنو ته د زړه له کومی د لوی اختر مبارکي وړاندې کوم ، الله تعالی مو ټول عبادتونه او حسنات قبول کړه ، ستونزې او مشکلات مو الله تعالی حل او ختم کړه .
هیله ده په دی مبارکو ورځو کی خپل مظلوم بندیان ، زخمیان ، مریضان ، د سنګر مجاهدین، مهاجرین ، بی وسع او فقیران وروڼه او خویندی د خپلی وسع او توان مطابق له مرستې او مخلصانه دعاګانو څخه محروم نه کړۍ.
هیله ده مونږ هم خپلو دعاؤو کی یاد وساتۍ!

والسلام علیکم ورحمت الله

((د خالص بابا رحمه الله زوی او ځايناستې مولوي انوارالحق مـجاهد))

۱۴۰۵/۳/۵هـ ش
ورځ : سه شنبه

د ستر ليکوال ، شاعر او فرهنګي شخصيت استاد پوهنمل زاهدي احمدزي د مړيني له کبله د مولوي انوارالحق مـجاهد د تسلیت او خواخوږ...
12/04/2026

د ستر ليکوال ، شاعر او فرهنګي شخصيت استاد پوهنمل زاهدي احمدزي د مړيني له کبله د مولوي انوارالحق مـجاهد د تسلیت او خواخوږۍ پيغام:

الحمدلله رب العلمین، والصلاة والسلام علی رسوله الأمین
وبعد : قال تعالیٰ : کل من علیها فان و یبقی وجه ربک ذوالجلال والاکرام.

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی د جـهاد او اسلامي مبارزې ځلانده او مخکښ عالم ، لیکوال ، ادیب او مـجاهد استاد زاهد احمدزی صاحب رحمه الله خپل روح باری تعالیٰ ته وسپارلو .

انالله و اناالیه راجعون.

مرحوم احمدزی صاحب د قلم او توری اتل وو ، د مختلفو لیکنو ، ژباړو ، بیانیو او مبارزو سربیره یی زمونږ سره هغه خاطرات هم موجود دي چی د صلیبي یرغل په مقابل کی د جـهاد په اوائلو او سختو ورځو کی يې زمونږ د « توره بوړه جهادي خپرونې » سره په پوره زړورتیا قلمي همکاري روانه وساتله ، مونږ د نوموړي په وفات د زړه له کومي دردیدلي یو ، او اسلامي امت خصوصاً افغاني ټولنې ته په اوسنیو شرائطو کی دداسې شخصیتونو ضايع نه جبرانیدونکی بولو ، رحمه الله برحمته الواسعة ، و یجعل قبره روضة من ریاض الجنة!

زامنو ،کورنۍ او ټولو متعلقینو ته يې د خپل ځان ، کورنۍ او مـجاهدینو لخوا د تعزیت مسنونه مراتب وړاندې کوم .
عظم الله اجرکم ، و أحسن عزاءكم، فلتصبروا و لتحتسبوا،

والسلام علیکم ورحمت الله وبركاته

((د خالص بابا رحمه الله زوی او ځايناستی مولوي انوارالحق مـجاهد))

۱۴۰۵/۱/۲۲ هـ.ش نيټه
ورځ : هفته

خالص بابا رحمه الله نه یوازې یو جهادي رهبر او مرشد و، بلکې یو ټولنیز او ولسي بې تکلفه شخصیت و.له رهبرانو سره د هغه مزاح ...
06/04/2026

خالص بابا رحمه الله نه یوازې یو جهادي رهبر او مرشد و، بلکې یو ټولنیز او ولسي بې تکلفه شخصیت و.
له رهبرانو سره د هغه مزاح او بې تکلفه ناسته پاسته او همدا ډول د ولس په منځ کې د ولس په سویه او د هغوی په شان ژوند د هغه ځانګړتیا وه.
د ځان او خپلو ملګرو صریح نقد اړوند یې دا خبره ډېره مشهوره ده، چې مونږ افغانستان ازاداوه، خو ډېر رانه آزاد شو.
دا د هغه سترو ارمانانو په هدر کېدو د ستر افسوس آه و، چې د جهاد د څو ملیونو شهیدانو په ورکړه ترلاسه نه شو او له ده نه غیر نورو اکثرو رهبرانو لخوا ددغو شهیدانو له وینو سره د خیانت پر اساس له منځه لاړ.
یو وخت له قاضي امین وقاد نه پوښتنه وشوه، چې دومره ډېرو ډلو ټپلو ته څه اړتیا وه؟
هغه ورته یو توجیهي دلیل دا وویلې چې "دا یو ستر سېلاب راغلی و او له دې سېلابه د پورې وتلو لپاره ګڼو پلونو ته اړتیا وه، نو په یو پل ټول خلک نشو پورې وتلی نو ځکه په ګڼو پلونو پورې وتل".
دې دلیل ته په کتو ګڼو کسانو له خپلو پورې وتلو وروسته دا پلونه ونړول، ځان یې وویست او نور یې په سېلاب کې غرق کړل.
خالص بابا خپله هم پرې پورې وتلو او پل یې هم د نورو د پورې وتلو لپاره روغ پرېښود.
یو وخت له مولانا صاحب عبدالصبور نه یو احساساتي ځوان پوښتنه وکړه، چې ته په خپلو ویناو کې د مرحوم قرضاوي رحمه الله له ویناو اخذ کوې هغه خو دا او هغه اشتباهات کړي.
مولانا صاحب ورته وویل "ایا تا خپله بیخي اشتباه نه ده کړې؟" ویل یې ولې نه؟ ویل یې نو ستا اشتباه ستا د شخصیت په اندازه ده او د هغه اشتباه د هغه د شخصیت په اندازه. ناممکنه ده چې له پیغمبرانو پرته څوک اشتباه ونکړي، خو که یو شخصیت ستر شي نو معنی د هغه لاسته راوړنې سترې دي او په دې کې یې نو که اشتباه کوي هم خلکو ته یې اشتباه ډېره ستره معلومېږي.
خالص بابا رحمه الله حتماً اشتباه لرله، خو ټول رهبران او حتی مخالفین په دې باور دي، چې په جهادي رهبرانو کې تر ټولو ممتاز شخصیت و او اشتباهات یې کم و.
الله دې هغه دنیا ورته د جنت له باغچو یوه باغچه وګرزوي.

خالص بابا رحمه الله ټولو ته دا ثابته کړه، چې په رښتيا اسلامي نواميسو او ملي ارزښتونه ته ژمن سړی و، په رښتيا خالص و او په...
22/03/2026

خالص بابا رحمه الله ټولو ته دا ثابته کړه، چې په رښتيا اسلامي نواميسو او ملي ارزښتونه ته ژمن سړی و، په رښتيا خالص و او په رښتیا مخلص و. نه د چا زور او نه د چا زر ته خم شو.
خدای پالی ملي شخصيت و، د شهرت او دبدبې ليوال نه و، ځکه خو د هېواد د اصيل مجاهد ملت په زړونو کې اوس هم ځای لري. له مرګ وروسته همدا شخصيت دی، چې په ټولو کې په ښه نوم يادېږي.
ماته يې ناسته ولاړه، راشه درشه، جهادي، سياسي او علمي بیداری، کليوال ساده ژوند، مينه، الفت، ښه لارښوونه او يتيم پالنه په زړه پورې وو.
دا يې ښه نه ګڼله، چې د نورو په څېر ځان ته کمپاين وکړي، خو خپل کار یې هم ښه کاوه. د هيچا په کیسه کې نه و. د وخت او حالاتو غوښتنو ته یې مناسب ځواب وايه، لوړ همت یې درلود، د کار او زيار سړي یې ښه پېژندل، د دښمنۍ او دوستۍ معيارونه ورته معلوم وو، سپين او روښان سړی و. د تورې او تيښتې ملګري یې هم درلودل.
لنډا دا چې هر څه یې د الله رضا او د ملت د مشروعې ارادې تمثيل او د راتلونکي تاريخ فیصلې ته پرېښودل.
د اسلامي نړۍ ستر تاريخ پوه او فيلسوف ابن خلدون او د غربي نړۍ ستر فيلسوف او مورخ ويل دورانت دواړه په دې اند دي، چې د تاريخ ورکيدل د وخت د حاکمانو تېروتنه ده؛ هغوی غواړي چې اصلي تاريخ او تاريخ جوړوونکي پټ کړي ترڅو راتلونکي نسلونه له اصلي واقعیتونو خبرنه شي، پيښې په داسې شکل وليکي، چې د دوی په ګټه وي.

د افغانانو نه هېريدونکې قربانيو او اتلوليو په نتيجه کې د ازادۍ د ورځې په مناسبت او وياړ! مرحوم جهادي شخصيت حاجي شېراحمد ...
15/02/2026

د افغانانو نه هېريدونکې قربانيو او اتلوليو په نتيجه کې د ازادۍ د ورځې په مناسبت او وياړ!
مرحوم جهادي شخصيت حاجي شېراحمد خان له قوله؛ چې ویل یې:
کله چې د سرو روسانو پر ضد د ج/هاد خوځښت لا پيل نه وو، نو حضرت شيخ مرحوم مولوې محمد يونس خالص بابا رحمه الله په کلیو او ولسونو ګرځېده، خلک یې د سرو یرغلګرو پر وړاندې پاڅون ته رابلل، «په داسې وخت کې چې سيمه د سرو روسانو له مليشو ډکه وه، ځای ځای د دوی پوستې وې، د دوی پر وړاندې پاڅون کوونکو ته به يې اشرار ويلې...»
په همدې لړ کې خپل پلارني ټاټوبي « ننګرهار خوږياڼيو زاوې» ته هم راغی، او زه یې کوربه وم.
حضرت شیخ مرحوم محمد يونس خالص بابا رحمه الله راته د روسانو پر وړاندې د مقابلې بلنه راکړه، ما په اندېښنه ورته وویل:
«مولوي صاحب! مقابله خو امکانات غواړي… نو زموږ سره څه دي؟
شیخ خالص بابا رحمه الله په مؤمنانه او د هوډ نه ډک اندازکې راته وويل:
«په کور کې لور لرې، تبر لرې، را وايې خله او بس نیت وکه، الله جل جلاله نصرت راسره دی!»
هماغه و…
د لور او تبر نه مو پیل وکړ!
خو کله چې نیت رښتینی وي او ایمان ژوندى وي، نو وسایل کمزوري نه وي ارادې زغرې شي د شيطانانو (کافرانو) اسباب يې په مقابل کې هيڅ نه وي!
د الله تعالی په مرسته مو زغره‌وال ټانګونه پرې راوپرځول، د سرو لښکرو غرور مو په خاورو ولړلو، او ټولې نړۍ ته مو وښوده، چې بې وسلې ولس، چې ایماني هوډ په کې وي، د فولادو توپانونه ماتولی شي.
که څه هم دا لارې اسانه نه وې، ډير زیات تکلیفونه مو وګالل؛ شهیدان مو ورکړل،
په ډير زياته اندازه یتیمان او کونډې راپاتې شوې، کورونه مو کنډواله شول...
خو غیرتونه مو ژوندي پاتې شول او سرونه مو د کفر پر وړاندې ټیټ نه کړل.

دا ورځ دې خصوصا هغو افغانانو ته مبارک وي چې هر وخت د يرغل پر وړاندې خپلې سينې سپر ګرځولي او وطن ته يې د امن او ازادۍ پسرلی راوستی دی.

د مرحوم مولوې محمد يونس خالص بابا رح په اړه د ولسونو د بې سارى مينې په درلودلو سره د محترم احمد شاه وردګ ورور نظر راسره ...
30/12/2025

د مرحوم مولوې محمد يونس خالص بابا رح په اړه د ولسونو د بې سارى مينې په درلودلو سره د محترم احمد شاه وردګ ورور نظر راسره د خپلو نظرونو تير کړې

خالص بابا؟! بابا؟! همدا د بابا لقب کفایت کوي چې خالص له نورو بېل او ځانګړی کوي. د روسانو سره په سپېڅلي او له برمه ډک جهاد کې ډېر مشران او رهبران په مبارزه بوخت وو،داسې مشران هم وو چې تر خالص بابا په عمر کې د زیات عمر خاوندان وو،داسې مشران هم وو چې تر خالص بابا یې مجاهدین،امکانات او اداري تشکیلات لوی او پیاوړي و، ډېرې پراخې سیمې یې تر اغېزې لاندې وې او د خالص بابا له ملګرو سره د پرتله کولو له پولې وتلي و… خو هغه یو هم بابا نشول، نه د بابا کېدو حدودو ورداخل شول. ډېر مولویان،حضرتان،پیران،پروفېسوران،انجېنیران او ډاکتران وو خو بابا یوازې مولوي محمد یونس خالص شو. زموږ تاریخ به تر ابده پرې ښکلی او ویاړمن وي. دا د بابا لقب د چا او یا کوم خاص لوري ورکړه نه وه،دا د اخلاص،ترحم،صداقت،شجاعت او ولس تحفه وه. ( چې دستار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي) خالص بابا د دستار سړی و،هغه د استعدادونو ټولګه و او په ملي او وطني مسایلو کې ډېر حساس او ثابت قدمه و. نه یې د قدرت شوق درلود او نه یې دنیایي دبدبه خوښېده،ملنګ خویه،بې کبره او د روانې طبعې خاوند و. پر خالص بابا باید کتابونه ولیکل شي،په دې څو کرښو د هغه کارنامې نه شي لیکل کېدای. ویاړم چې زه یې د سنګر یو مجاهد یم.

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ احمد شاه وردګ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

28/12/2025

د يوې دينې مدرسې يو کم عمره ځوان خو په فکر او پوهه کى بيا د لوړ استعداد څښتن په حقيقت کى ټولني ته دداسې ځوانانو وړاندې کول د اسلامې تاريخ او تمدان د لا نور ګړنديتوب پيغام ورکوې انشاالله داسى ځوانان به ددي مجاهد پروره خاورې د عزت او برم په ساتلو کې رغنده رول ولوبوې او زموږ د اسلامى پراخه قلمرو ارمانونه به راپوره کړې په همدې هيله

مرحوم خالص بابا رح د مجاهدينوله بري وروسته د هغو د کړه وړو د کابل د خلکو بيګناه وژلو اود کابل ويجاړولو په ليدو بيرته نبى...
25/12/2025

مرحوم خالص بابا رح د مجاهدينوله بري وروسته د هغو د کړه وړو د کابل د خلکو بيګناه وژلو اود کابل ويجاړولو په ليدو بيرته نبى خيل شاعر شوو دغه وخت د نبي خيل شاعرانه احساس په لاندى بڼه موندلي شوو

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ لړم او مار۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔۔ ۔
دوه ملګرى وو روان په يوه لار
د يو ه جيب کى لړم و د بل مار

ډيرو خلکو ورته وويل دا مړ کړٸ
په دښمن خو پکار ندى اعتبار

دوى وويل چې موږدښمن ته دى ساتلي
دا وسله به مو اخر راشي پکار

عاقلانو وې له بدوبه بد مومې
د کرکڼې بوټې نه نيسي انار

هندوانه به له حنظله څوک ونه خوري
نه به جوړ کړي له کونجکو نه څوک هار

دا کږي پوښتۍ به هيڅوک سمې نکړي
په وربل کې به کينږدي نجونې خار

خو دوى دواړه وې چې موږه ښه پوهيږو
په ځوانۍ کې له سپين ږيرو يو هوښيار

د لړم واله ويل هغه مارګير ته
مار دې مړ کړه چې سم نکوى رفتار

مار واله وې د کجدمو ياري مکړه
دا لړم به دې په غم کړي ګرفتار

يو له بله ډاډه نه وو خو روان وو
نا ببره شول داخل په يوه ښار

دې ښاريانو ورته تود هرکلى وکړ
ديارلس کاله ورته وو په انتظار

خو دوى دواړه سره ډک وو پيل يي وکړ
جنګ جګړو باندې يي تود کړلو بازار

د ښاريانو بچي مړه کورونه لوټ شول
څوک قربان شول له لړم څوک له مار

عالمونه دي حيران ددوي کاروو ته
چا په خوب ليدلي نه و داسې کار

غواړي هر يو چې نړۍ ته دوکه ورکړي
چې موږ وژنو د يو بل لړم او مار

مار لړم دى هسې دواړو پلمه کړى
غواړي داچې افغانان کړي تارپه تار

لويه خدايه دغه دواړه په لار سم کړې
نبي خيل دى لدوى دواړو نه بيزار

مولوي محمد يونس خالص بابا له حزب مذهب او ژبې څخه پرته د کفايت او لياقت پر بنياد مخلصو مجاهدينو ته د واک په سپارلو قايل و...
23/12/2025

مولوي محمد يونس خالص بابا له حزب مذهب او ژبې څخه پرته د کفايت او لياقت پر بنياد مخلصو مجاهدينو ته د واک په سپارلو قايل وو نوموړې بابا د احزابو ترمنځ د قدرت د ويش پلوې نه وو نه يوازې دا چې د نورو لپاره يي نه خوښوله چې حزبونه او تنظيمونه يي غټې غټې چوکۍ ولرې بلکې پخپله يي هم د يو داسې حکومت سرپرستې ته غاړه نه کيښودله چې واک پکې د ګوندونو په انډول تقسيم شوې وي هغه پدې هکله خورا روڼ دريځ درلود او د نولس سوه او شپږ نوييم ميلادي کال مارچ د مياشتې په اتلسمه نيټه هغه مهال کله چې استاد رباني حضرت خالص بابا ته د قدرت د انتقال لپاره رضايت څرګند کړى وو له کابل څخه يي جلال اباد ته هيٸتونه استول او بيا پخپله هم جلال اباد ته خالص بابا سره د ليدنې لپاره راغلو خو البته بابا د سپيناوي په هکله يو ليک وليږه اود چوکيو د ويش په هکله يي خپل روڼ نظر
داسى وړاندې کړ چې هيڅ غموض يي نه درلود نظر يي په لاندې ډول وو

دلته صرف داسې حکومت ثبات پيداکولى شي چې هم واقعې اسلامي وي او هم موجوده واقعي مجاهدين تر خوا ودرولى شي او دا هله امکان لري چې حکومتي امنيتي ټولې چارې بې له حزبي قومي او لساني تفرقو څخه واقعي مجاهدينو ته وسپارل شي او د مجاهدينو ستر قومندانان هم ددې حکومت ملاتړ وکړي

د مرحوم مولوى محمد يونس خالص بابا رح زوي او ځاى ناستى مولوي انوار الحق مـجاهد د خوږياڼو ولسوالۍ د نکړخيلو  جـهادي او پلر...
21/12/2025

د مرحوم مولوى محمد يونس خالص بابا رح زوي او ځاى ناستى مولوي انوار الحق مـجاهد د خوږياڼو ولسوالۍ د نکړخيلو جـهادي او پلرنۍ سيمې ته د سفر پر مهال د يادې قريې د عالي لیسې د دولسم ټولګي د زده کونکو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

د يادې ليسې مسؤلينو ، قومي سپين ږيرو او مشرانو لخوا ورته تود هرکلی وشو ، او د مـجاهد صاحب په راتګ يې خوښي وښوده.

د غونډې په جریان کې ښاغلي مـجاهد صاحب د غونډې ګډونوالو او فارغانو ته وينا وکړه.

مـجاهد صاحب په خپلو خبرو کې وويل :
د عصري او ديني زده کړو ترمنځ هيڅ فاصله شتون نه لري ، دغه فاصله يواځې غربيانو رامنځ ته کړې ده ، چې د ډیرو افکار يې ناسم روزلي دي.
همدا راز مـجاهد صاحب په خپلو خبرو کې فارغانو ته وويل چې ستاسو فراغت دا معنی نه لري چې تاسو خپلې زده کړې بشپړې کړې ، بلکې تاسو له دې وروسته لوړو زده کړو ته لاره وموندله چې داد نورو او لوړو زده کړو اصل پيل دی.
مـجاهد صاحب زياته کړه چې فارغان دی له دی وروسته اينده لوړو زده کړو ته ملا وتړي، د وظيفې او کار ترڅنګ دې لوړې زده کړې هم جاري وساتي.

په پای کې ښاغلي مـجاهد صاحب ته د قومي او مخورو مشرانو لخوا د اعزاز پټکې په سر کړل شو.

Address

شپږمه ناحيه جلال اباد ښار ننګرهار افغانستان
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خالص بابا علمي،ادبي،فرهنګي ټولنه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category