07/03/2024
کوټه:
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند قهرمان چيرمين ملي مشرښ ښاغلي محمود خان اڅکزي پر کور د حکومت لخوا د پروني چاپې پر ضد نن يوه لويه احتجاجي مظاهره د ګوند مرستيال چيرمين ښاغلي عبدالروف لالا په مشري کې ترسره سوه
ياده احتجاجي مظاهره د ښار د يوشمېر واټونو څخه د تېرېدو وروسته په ميزان چوک باندې په يوه لويه جلسه بدله سوه.
جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال چيرمين ښاغلي عبدالروف لالا، د جنوبي پښتونخوا ايالتي مشر ښاغلي عبدالقهار خان ودان، مرکزي سيکرټر ښاغلي ډاکټر حامد خان اڅکزي، مرکزي سيکرټر ښاغلي عبدالحق ابدال، ايالتي عمومي سيکرټر ښاغلي کبير خان افغان او د ګوند يوشمېر مشرانو ويناوې وکړي.