26/05/2026
کړو_آمریت_مبارکۍ_پیغام
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم
د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت، تر هر څه وړاندې د افغانستان اسلامي امارت محترم مشرتابه، د کابینې قدرمنو غړو، د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې محترمې رهبرۍ، اړوندو معاونینو، رئیسانو او ټولو اداري مسؤلینو، همدارنګه د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اړوند ښوونیزو مرکزونو آمرینو، استادانو، کارمندانو، محصلینو، او په ټوله کې د تاریخي بلخ قدرمنو اوسېدونکو او د ګران هېواد افغانستان متدین، باشهامته او مجاهد ولس ته د نېکمرغه لوی اختر (عید سعید الأضحی) د رارسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.
الله تعالی ﷻ دې ستاسو ټول عبادتونه، قربانۍ، دعاوې، صدقې او نېک اعمال د خپل ستر دربار په وړاندې قبول او منظور وګرځوي، او دا مبارکې ورځې دې زموږ د ګران هېواد افغانستان لپاره د سولې، سوکالۍ، یووالي او لا زیاتو بریاوو زېری وګرځوي.
درنو هېوادوالو!
لوی اختر د قربانۍ، ایثار، ورورولۍ، یووالي او د الله تعالی ﷻ د رضا د ترلاسه کولو ستر اسلامي پیغام له ځان سره لري. دا مبارکې ورځې موږ ته د اخلاص، خدمت، همکارۍ او ملي مسؤولیت احساس را زده کوي، څو د خپل هېواد د آبادۍ، پرمختګ او علمي ودې لپاره لا زیاتې هڅې وکړو.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ټوله رهبري شپه او ورځ په دې هڅه کې ده، څو د دې خاورې بچیان د علم، تخنیک او مسلک په ګاڼه سمبال کړي او د ګران هېواد افغانستان د خدمت لپاره یې وروزي او ټولنې ته وړاندې کړي.
موږ هڅه کوو چې د هېواد په کچه یو معیاري، پرمختللی او په دیني او ملي ارزښتونو سمبال تحصیلي بنسټ رامنځته او پیاوړی کړو، او د الله تعالی ﷻ په فضل سره په دې برخه کې تر ډېره بریالي یو.
په پای کې یو ځل بیا د افغانستان باشهامته ولس ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوو، د آزادۍ د لارې د ټولو شهیدانو پاکو روحونو ته د مغفرت دعا کوو، او د دې هېواد ټولو هغو ساتونکو ته د الله جل جلاله له عظیم دربار څخه د بریا، سرلوړۍ او استقامت غوښتنه کوو، چې شپه او ورځ د دې سپېڅلې خاورې دفاع کوي او د افغانستان باعزته ولس ته یې بشپړ امنیت تأمین کړی دی.
د یو موټي، آباد، پرمختللي او متعهد افغانستان په هیله!
په درنښت
د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمریت